دوه کارونه چې نارينه یې باید پخپله وکړي

کوروالی يوازې د عمل او ددخول چاره نه ده. بلکې يوه ترټولو زیاته احساساتي چاره هم ده، مثال که نارينه هرڅومره ښکلی وي خو د ښځې شهوت ورته په یوه دقيقه کې نه فعالېژی ځکه د ښځې اصلي جنسي غړی د هغه ذهن دی.

همداسې د کوروالی وکړي مربوط ټولې مسلې يو ډېر ژور احساساتی او عاطفي اړخ هم لري، نو نارينه ته پکار ده چې د ښځو عاطفي اړخ باندې تمرکز وکړي. دلته دوه داسې کارونه معرفي کوو چې نارينه يې باید پخپله وکړي.

د ښځې څخه يې د ترسره کولو تمه ونلري، ډېری نارينه دا تمه لري چې ددوی مېرمن دې د کوروالي غوښتنه ورڅخه وکړي يا دې ددوی مېرمن لومړی کوروالی پيل کړي او داسې نورې د کوروالي په جریان کې ډول ډول غوښتنې.

حقيقت دادی چې ښځې د ورځې په چارو کې په زرګونه کوچنۍ پرېکړې کوي. څه پاخه کړي، څومره پاخه کړي. څه شی څومره ورواچوي، کور کې څوک څه شی خوري څه نه خوري څوک پرهیز لري او زرګونه نور دا ډول پرېکړې.

ددې سربيره د شپې په تخت کې بيا په ښځه پرېکړې کول چې څه ډول کوروالی وکړي څومره يې وکړئ د ښځې حوصله ختموي ښځه غواړي د شپې يې خپل خاوند راحت کړي او هرڅه پخپله ترسره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *