ازبکستان له لوري افغانانو ته ستر زېری

ازبکستان وايي، له دې وروسته به افغان ناروغانو ته د درملنې لپاره عاجلې ویزې صادرې کړي، څو ناروغان وکولای شي په لنډ وخت کې د درملنې لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي.

د ازبکستان چارواکي وايي، د افغان ناروغانو د ستونزو د کمولو لپاره به د ویزو د ورکړې بهیر چټک او اسانه شي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو لپاره چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري.

بلخوا، ازبکستان پلان لري چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په سرحدي ګډ ښارګوټي کې د افغانانو لپاره یو روغتون هم جوړ کړي.

د راپور له مخې، افغان ناروغان به وکولای شي په دغه روغتون کې پرته له ویزې روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د روغتیايي همکاریو په برخه کې مهم ګام وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *