دری هېوادونه افغانانو ته آنلاين ويزې ورکوي

ویتنام، ټایلنډ او کمبوډیا هغه درې هېوادونه دي چې افغان اتباعو ته لا هم د آنلاین ویزو د ترلاسه کولو امکان برابروي.

افغانان کولی شي د دغو هېوادونو د ویزې له رسمي آنلاین سیسټمونو څخه د غوښتنلیک پروسه ترسره کړي او د اړینو اسنادو له وړاندې کولو وروسته د ویزې غوښتنه وکړي.

د آنلاین ویزې پروسه د هغو افغانانو لپاره اسانتیا بلل کېږي چې غواړي دغو هېوادونو ته د سفر لپاره له مخکې ویزه ترلاسه کړي او د سفارت حضوري مراجعه ورته ستونزمنه وي.

خو د ویزې شرایط، د اسنادو اړتیاوې او د غوښتنلیک د منظورۍ پرېکړه د هر هېواد له مقرراتو سره تړاو لري، نو له غوښتنلیک وړاندې باید وروستي شرایط وکتل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *