د هېواد د بهرنیو چارو وزیر غوښتنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه له ادارې غوښتي چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د کانونو او طبیعي زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي. نوموړي ویلي چې کابل غواړي له واشنګټن سره د جګړې د پخوانۍ دورې پر ځای د متقابل درناوي پر بنسټ د اړیکو نوی فصل پرانیزي.

متقي ټینګار کړی چې افغانستان د کانونو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې هم د امریکايي شرکتونو پانګونې ته زمینه برابروي. د راپورونو له مخې، افغان چارواکي هڅه کوي د امریکا له حکومت سره اقتصادي تعامل زیات کړي او د افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو د استخراج لپاره نړیواله پانګونه راجلب کړي.

افغانستان د مسو، سرو زرو، اوسپنې، لیتیم او نورو قیمتي منرالونو د پام وړ زېرمې لري، چې له اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو پانګوالو پام یې ځان ته اړولی دی. په وروستیو کلونو کې افغان چارواکو د کانونو په برخه کې د چین، ایران او نورو هېوادونو له شرکتونو سره هم د پانګونې او استخراج تړونونه کړي دي.

د متقي دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم له ګڼو سیاسي او حقوقي خنډونو سره مخ دي. افغان لوری د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو او د اقتصادي اړیکو د پراخېدو غوښتنه هم کوي، خو واشنګټن د افغانستان د اوسني حکومت پر سیاستونو او بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنې لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *