ډېرې ښځې د کوروالي پر مهال یوازې د دخول پر ځای د مینې، ناز او احساساتو ځانګړو طریقو ته هم ډېره پاملرنه کوي؛ خو ډېری نارینه دې مهمو جزئیاتو ته چندان پام نه کوي. لومړۍ طریقه دا ده چې نارینه د اړیکې له پیل مخکې د ښځې پر غاړه، شونډو او غوږونو په نرمۍ ښکلولو او نازولو وخت تېر کړي. دا کار ښځه له ذهني او عاطفي پلوه اړیکې ته چمتو کوي او د نږدېوالي احساس یې زیاتوي.
دویمه طریقه دا ده چې نارینه د کوروالي پر مهال د ښځې غوښتنو او خوښې ته پام وکړي، بېړه ونه کړي او کله ناکله د هغې د بدن پر حساسو برخو په نرمۍ مینه څرګنده کړي. ډېری ښځې له داسې اړیکې خوند اخلي چې نارینه یوازې خپلې غوښتنې نه، بلکې د ښځې احساسات او رضایت هم په پام کې ونیسي.
بله مهمه خبره دا ده چې ښځې له کوروالي وروسته هم مینې او ناز ته اړتیا لري. غېږ ورکول، ښکلول او څو خوږې خبرې کول هغه څه دي چې د ښځې عاطفي رضایت زیاتوي، خو ځینې نارینه له اړیکې سمدستي وروسته ترې غافل کېږي.
په حقیقت کې، د ښځې لپاره د کوروالي خوند یوازې په فزیکي اړیکه پورې محدود نه دی؛ بلکې مینه، نرم چلند، مناسب وخت، متقابل رضایت او د هغې غوښتنو ته پاملرنه د اړیکې مهمې برخې دي.