افغان حکومت په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د نوري فایبر له لارې د چټک انټرنېټ د شبکې د غځولو چارې تر امر ثاني پورې ځنډولې دي.
رسنیو ته رسېدلي رسمي مکتوبونه ښيي چې حکومت ټولو مخابراتي شبکو او افغان ټیلي کام ته سپارښتنه کړې چې د نوري فایبر اړوند ټولې چارې ودرول شي.
په مکتوبونو کې د دې پرېکړې د علت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو د پرېکړې له امله به د نوري فایبر د پراختیا روانې پروژې له ځنډ سره مخ شي.
د دې پرېکړې موده هم مشخصه شوې نه ده او تر اوسه معلومه نه ده چې حکومت به د نوري فایبر د شبکې د غځولو چارې څه وخت بېرته پیل کړي.