د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغو افغان ناروغانو لپاره د ویزې د بهیر د چټکتیا اعلان کړی چې په جدي او ځانګړو ناروغیو اخته دي.
د معلوماتو له مخې، په دې ډله کې هغه افغانان شامل دي چې د زړه له ناروغیو، سرطان، د ملا تیر له جدي ستونزو او شدیدو عصبي ناروغیو سره مخ دي.
د ویزې د بهیر چټکتیا به دغو ناروغانو ته زمینه برابره کړي چې د تخصصي درملنې او طبي خدماتو لپاره ترکیې ته سفر وکړي او خپل درملنه په مناسب وخت کې ترسره کړي.
دا اقدام د هغو افغان ناروغانو لپاره مهم بلل کېږي چې په هېواد کې ورته د اړینې تخصصي درملنې امکانات محدود دي او د بهرني طبي خدماتو اړتیا لري.