د کورنیو چارو وزیر ته د پاکستان پيغام

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر پرون له یوه پاکستاني خبریال سره په مرکه کې وویل چې کابل او اسلام‌اباد باید د مستقیمو خبرو او اړیکو لپاره یو منظم میکانیزم جوړ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د افغان وزیر د وړاندیز په غبرګون کې وویل چې اسلام‌اباد له افغانستان سره خبرو ته چمتو دی.

پاکستان ټینګار کړی چې د خبرو د پرمختګ لپاره باید افغان حکومت د پاکستاني طالبانو پر وړاندې «غوڅ اقدامات» وکړي او د پاکستان امنیتي اندېښنې له منځه یوسي.

دواړه هېوادونه له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي او سیاسي اختلافاتو له امله له ترینګلو اړیکو سره مخ دي. اسلام‌اباد په داسې حال کې د خبرو شرط مطرح کوي چې کابل بیا د مستقیمو اړیکو او خبرو د میکانیزم پر جوړولو ټینګار کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *