د کوروالي پرمهال ځينې کارونه داسې دي چې د نارينه له نظره عادي کارونه دي خوند لري او په کولو کې یې هیڅ باک نشته ، خو همدغه کار بيا د ښځې په نظر کې ډېر ناسم کار وي او ان د ښځې ټول هوس او شوق له منځه وړي.
له همدې کبله جنسي اړیکې، کوروالی ګډ ژوند داسې دي چې تل یې انسان پکې د يو نوي څيز په زده کړه کې وي، هیڅوک نشي ويلی چې بس جنسي اړیکه همدغه ده چې دخول وشي ښځه انزال شي بس خلاص.
له دې کارونو يو هم په کوروالي کې د لاړو څخه زيات کار اخيستل دی، ځينې نارينه داسې دي چې د کوروالي په مهال بار بار خپل لاړې يا پخپل جنسي غړي اچوي يا يې د ښځې په شرمګاه باندې.
ډېری ښځې ددې څخه بد وړي او زړه يې ورڅخه بد کېژي، له همدې کبله پدې چاره کې باید انسان ډېر احتياط وکړي، ځينې ښځو ته د لاړو بوی بد لګي او کله چې نارينه کار ترې واخلي نو د هغه زړه د اړيکې څخه بد شي.
په ډېره کمه اندازه دا کار کول شايد لویه ستونزه نه وي خو د زیاتو لاړو اچول، بار بار دا کار کول د ډېرو ښځو شوق او هوس له منځه وړي او بايد نارينه په دې برخه کې د زيات پام او دقت څخه کار واخلي.