ترکي ډاکټره جانان کراتای په خپلو څرګندونو کې د پلاستیکونو د وړو ذراتو، یا مایکروپلاستیکونو، د احتمالي روغتیايي اغېزو په اړه خبرداری ورکړی دی. علمي څېړنې هم ښيي چې مایکروپلاستیکونه د نارینهوو د تناسلي سیستم لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده؛ خو دا ویل چې دغه ذرات په انسانانو کې ټېسټېسټېرون «له منځه وړي»، تر اوسه له علمي پلوه ډېره قطعي خبره نه ده.
مایکروپلاستیکونه هغه خورا کوچني پلاستیکي ذرات دي چې د خوړو، اوبو او هوا له لارې بدن ته داخلېدای شي. څېړنو وړاندیز کړی چې دغه ذرات د خصیو په حجرو کې د اکسیدېټیف فشار، التهاب او د حجرو د فعالیت ګډوډۍ لامل کېدای شي. په ځانګړي ډول د لېډیګ حجرو فعالیت مهم دی، ځکه همدا حجرې د ټېسټېسټېرون په تولید کې اساسي رول لري.
په حیواني او لابراتواري څېړنو کې د مایکروپلاستیکونو له تماس سره د ټېسټېسټېرون د تولید د ګډوډېدو، د سپرم د کیفیت او خوځښت د کمېدو او د خصیو د نسج د زیان نښې لیدل شوې دي. د یوې څېړنیزې بیاکتنې له مخې، اکسیدېټیف فشار، د میتوکونډریا ګډوډي، التهاب او د هورمونونو د تولید اړوند لارو بدلونونه ممکن د دې اغېزو له مهمو لاملونو څخه وي.
خو د انسانانو په اړه لا هم پراخو او اوږدمهالو څېړنو ته اړتیا شته. د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو بیاکتنې څرګندوي چې ډېری شواهد لا هم له حیواني او لابراتواري مطالعاتو څخه ترلاسه شوي او د انسانانو په بدن کې د مایکروپلاستیکونو د دقیقې اغېزې په اړه بشپړ یقین نشته. له همدې امله، د پلاستیکي موادو غیرضروري استعمال کمول او په ځانګړي ډول د خوړو او اوبو د پلاستیکي ککړتیا کمول احتیاطي اقدام بلل کېدای شي، خو مایکروپلاستیکونه باید د ټېسټېسټېرون د کمښت یوازینی یا ثابت لامل ونه ګڼل شي.