د ښځو د جنسي لېوالتیا د کمېدو یو مهم لامل دا دی چې ډېری جوړې له واده مخکې خپلې اړیکې ته ډېره پاملرنه کوي، خو له واده وروسته ورو ورو هر څه په ورځني عادت بدلېږي. هغه مینه، خبرې اترې او رومانتيک چلند چې پخوا موجود وو، کمېږي.
له واده وروسته له مېرمنې سره خوږې خبرې، غېږ ورکول، مینه ناک چلند او یوځای وخت تېرول کمېږي. کله چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ هر ډول فزیکي تماس یوازې د جنسي اړیکې لپاره وي، ښځه ورو ورو له عاطفي او جنسي نږدېوالي څخه لیرې کېدای شي.
د ماشومانو پالنه، د ژوند ستونزې، کورني مسؤلیتونه او د مېړه او مېرمنې ترمنځ اختلافات هم د ښځې پر جنسي لېوالتیا اغېز کوي. کله ناکله د ښځې هورمونونه عادي وي او روغتیايي ستونزه هم نه لري، خو د اړیکې لپاره د وخت او انرژۍ نشتوالی یې جنسي لېوالتیا کموي.
له همدې امله، د ښځې د جنسي لېوالتیا د بېرته پیاوړتیا لپاره یوازې پر کوروالې تمرکز کول کافي نه دي. مېړه باید له خپلې مېرمنې سره مینه، عاطفي نږدېوالی، خوږې خبرې، غېږ ورکول او ګډ وخت تېرول بېرته خپل عادت وګرځوي؛ ځکه سالمه عاطفي اړیکه د دواړو ترمنځ جنسي مینه او لېوالتیا هم پیاوړې کوي.