په امريکا کې د ان مارګرېت په نامه يوه 27 کلنه ښوونکې خپل شاګرد ته په تمه شوې چې ترڅو 18 کلن شی، کله چې اتلس کلن شوی بيا یې ورسره کوروالی کړی.
خو تېره شپه پوليسو ونیوه ځکه د منيسوتا ايالت د قانون په اساس که د شاګرد عمر د جنسي اړیکې لپاره په قانوني ډول پوره شوی هم وي د ښوونکې له لارې د شاګرد سره کوروالی جرم دی.
دا وايي د قانون په دې برخه نه پوهېده او فکر یې کاوه چې کله شاګرد اتلس کلن شي او رضايت یې شتون ولري نو دا کولای شي ورسره کوروالی وکړي.
دغه ښوونکې د شپږ میاشتې زندان سره مخ ده او په عين حال کې يې خپله دنده هم له لاسه ورکړې ده، د شاګردانو والدين وايي نه غواړي خپل اولاد داسې چاته امانت کړي چې هغوی ورسره جنسي اړيکې نيسي.