د افغان کډوالو په هکله د اروپايي ټولنې نوې پرېکړه

اروپايي ټولنې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د نوې تګلارې د ارزونې پرېکړه کړې ده. د راپورونو له مخې، اروپايي چارواکي غواړي د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو موضوع په راتلونکو بحثونو کې جدي وڅېړي.

د دې پرېکړې له مخې، د اروپايي هېوادونو له لوري د هغو افغانانو د بېرته ستنولو بهیر د پراخېدو احتمال شته چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.

جرمني له وړاندې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې او په وروستیو میاشتو کې یې د افغانستان پر لور د بېرته ستنولو بهیر هم پراخ کړی دی.

د اروپايي ټولنې دا نوې تګلاره په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه د بشري حقونو بنسټونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *