ایران ویلي، افغانستان ته د دې لپاره مننه کوي چې په وروستیو څرګندونو کې یې له ایران څخه ښکاره ملاتړ کړی دی. د ایران چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله لري.
ایران په ورته وخت کې له افغانستانه یوه بله غوښتنه هم کړې ده. د ایران په وینا، افغانستان دې د اوبو په برخه کې د ایران حق په پام کې ونیسي.
ایراني لوري ټینګار کړی چې د اوبو موضوع د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده او غواړي د موجودو هوکړو او اصولو له مخې ورته حللاره وموندل شي.
ایران هیله څرګنده کړې چې افغانستان به دغه غوښتنه ومني او د اوبو پر سر به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.