د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان په یوه خفګان ډک پوسټ کې د نیپال له وروستیو سیلابونو او زیانمنو شویو خلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د راشد خان پوسټ د هغه د ډېرو مینهوالو پام ځان ته واړاوه او ځینو کسانو یې له امله اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي نوموړي ته کومه ستونزه پېښه شوې وي.
خو حقیقت دا دی چې د راشد خان خفګان د شخصي ستونزې له امله نه و، بلکې هغه په نیپال کې د سیلابونو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خواشیني څرګنده کړې وه.
راشد خان د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له طبیعي پېښو اغېزمنو خلکو سره د خواخوږۍ څرګندولو له امله هم د مینهوالو پام ځان ته اړولی دی.