خليلزاد: دوستم زارۍ راته کولې

د افغانستان پخواني امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د عبدالرشید دوستم په اړه یوه خاطره بیان کړې ده. هغه ویلي، دوستم هغه مهال په بدمعاشۍ بوخت و او د ده پر کور دوه الوتکې ټیټې الوتنې وکړې.

خلیلزاد وايي، له دغې پېښې وروسته دوستم ورته ټیلیفون وکړ او د خپلو اولادونو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

د نوموړي په وینا، دوستم په ټیلیفوني خبرو کې زارۍ کولې او ویل یې چې په کور کې یې ماشومان او اولادونه دي.

خلیلزاد دا څرګندونې د دوستم د هغه وخت د وضعیت او د جګړه‌ییزو شرایطو د یوې خاطرې په توګه بیان کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *