د افغان نجونو له لوري د بهر مېشتو افغانانو سره ودونه

د افغانستان حکومت وايي، محاکمو ته د هغو نجونو او مېرمنو شکایتونه زیات شوي چې له بهر مېشتو افغانانو سره یې نامزدي یا واده کړی، خو له کلونو راهیسې له خپلو خاوندانو سره بهر ته نه دي تللې.

حکومت وايي، په ځینو مواردو کې خاوندان نه خپلې مېرمنې بهر ته وړي او نه افغانستان ته راځي چې له خپلو مېرمنو سره ګډ ژوند وکړي.

د چارواکو په وینا، د دې موضوع له امله رامنځته شوي شکایتونه په یوې لویې ټولنیزې ستونزې بدل شوي او د حل لپاره یې باید شرعي او حقوقي لار مشخصه شي.

حکومت د علماوو یوې شورا ته د دې موضوع د څېړلو او په اړه د شرعي حکم د وړاندې کولو مسوولیت سپارلی، څو د دغو قضیو لپاره روښانه لارښوونه وړاندې شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *