د افغانستان پخواني امریکايي استازي زلمي خلیلزاد د عبدالرشید دوستم په اړه یوه خاطره بیان کړې ده. هغه ویلي، دوستم هغه مهال په بدمعاشۍ بوخت و او د ده پر کور دوه الوتکې ټیټې الوتنې وکړې.
خلیلزاد وايي، له دغې پېښې وروسته دوستم ورته ټیلیفون وکړ او د خپلو اولادونو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
د نوموړي په وینا، دوستم په ټیلیفوني خبرو کې زارۍ کولې او ویل یې چې په کور کې یې ماشومان او اولادونه دي.
خلیلزاد دا څرګندونې د دوستم د هغه وخت د وضعیت او د جګړهییزو شرایطو د یوې خاطرې په توګه بیان کړې دي.