د ايران له لوري د افغانستان څخه وروستۍ غوښتنه

ایران ویلي، افغانستان ته د دې لپاره مننه کوي چې په وروستیو څرګندونو کې یې له ایران څخه ښکاره ملاتړ کړی دی. د ایران چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا هیله لري.

ایران په ورته وخت کې له افغانستانه یوه بله غوښتنه هم کړې ده. د ایران په وینا، افغانستان دې د اوبو په برخه کې د ایران حق په پام کې ونیسي.

ایراني لوري ټینګار کړی چې د اوبو موضوع د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده او غواړي د موجودو هوکړو او اصولو له مخې ورته حل‌لاره وموندل شي.

ایران هیله څرګنده کړې چې افغانستان به دغه غوښتنه ومني او د اوبو پر سر به د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *