د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي، چې په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره باید د هر ډول افراطیت ریښې له منځه یوړل شي.
منیر ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات او امنیت د افراطیت له له منځه وړلو سره مستقیم تړاو لري او د دې پدیدې پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره د افراطي ډلو د فعالیتونو مخنیوی او د هغوی د ریښو له منځه وړل اړین دي.
د پاکستان د پوځ مشر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغانستان د امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې موضوع د اسلاماباد او کابل ترمنځ د بحث له مهمو مواردو څخه ده.