په نارینهوو کې د دوامدار قبضیت یو مهم لامل د اوبو کم څښل دي. کله چې بدن کافي اوبه ترلاسه نه کړي، غایطه مواد سختېږي او کولمې یې په اسانۍ نه شي ایستلای. که دا عادت اوږده موده دوام وکړي، قبضیت هم تکرارېدای شي.
دویم کار د حاجت پر مهال ځان ساتل او د تشناب اړتیا له پامه غورځول دي. ځینې نارینه د کار، سفر یا نورو مصروفیتونو له امله حاجت ځنډوي، چې د وخت په تېرېدو سره د کولمو طبیعي عادت ګډوډولای شي او قبضیت زیاتولای شي.
د قبضیت د مخنیوي لپاره باید کافي اوبه وڅښل شي، د سبزیجاتو، مېوو او فایبر لرونکو خوړو استعمال زیات شي او د حاجت احساس په وخت کې تشناب ته ولاړ شي. منظم فزیکي فعالیت هم د کولمو په حرکت کې مرسته کوي.
که قبضیت د څو اوونیو لپاره دوام وکړي، ډېر شدید وي، یا له وینې، شدیدې خیټې درد او بېدلیله وزن کمېدو سره مل وي، باید ډاکټر ته مراجعه وشي؛ ځکه دوامدار قبضیت کله ناکله د بلې روغتیايي ستونزې نښه هم کېدای شي.