دوه نښې چې ثابتوي د ښځې له حده ډېر کوروالي ته زړه کېږي

د ښځو په جنسي غوښتنو او تمایلاتو کې بدلون یو طبیعي امر دی چې په مختلفو پړاوونو کې د هورمونونو د تغیراتو، روغتیايي حالت او احساساتي مسایلو له امله رامنځته کېږي. کله ناکله په ځینو ښځو کې دا غوښتنه له حد څخه زیاته وي، چې دا حالت د نښو او چلندونو له لارې په اسانۍ سره تشخیص کېدای شي.

لومړنۍ نښه د جنسي اړیکو په اړه پرله پسې او دوامداره فکر کول دي. په دې حالت کې ښځه د ورځنیو کارونو پر مهال هم په ذهن کې همدا افکار پالي، چې دا چاره د هغې پر تمرکز اغېز شیندي او هڅه کوي چې په هره طریقه خپل ملګری (خاوند) د اړیکې نیولو لپاره چمتو کړي.

دویمه نښه د ملګري په وړاندې د فزیکي نږدېوالي او تماس بې کچې زیاتوالی دی. په دې حالت کې ښځه هڅه کوي چې مدام خپل خاوند ته ځان نږدې کړي، غېږ کې یې ونیسي، په مختلفو پلمو ورسره لمس کړي او په مستقیم یا غیر مستقیم ډول خپله شدیده مینه او غوښتنه ورته ښکاره کړي.

د دې ترڅنګ، په داسې ښځو کې د جنسي مسایلو یا فلمونو او انځورونو لیدلو او لوستلو ته تمایل هم زیاتېږي. دوی په دوامداره توګه داسې موضوعات لټوي چې د دوی د ننه احساسات او غوښتنې راپاروي، ځکه چې د دوی په بدن کې شته انرژي په عادي حالت کې نه مهار کېږي.

په پای کې باید وویل شي چې د جنسي غوښتنې دا ډول زیاتوالی که څه هم په ډېرو مواردو کې د هورمونونو د نابرابرۍ یا شدیدې عاطفي اړتیا له امله وي، خو که چېرې دا حالت د یو چا په شخصي او ګډ ژوند باندې منفي اغېز وکړي، نو غوره ده چې له یوه متخصص ډاکټر یا مشاور سره پرې خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *