په پاکستان کې نن بیا يوې خونړۍ چاودنې لسګونه کسان ووژل او لسګونه نور ټپيان شول. د چادونې وروسته په سيمه کې جګړه روانه ده.
د پاکستان په رسنیو کې سر له اوسه بيا په افغانستان د بمبارۍ لپاره کمپاین روان دی. په سميه کې جګړه روانه دی خو پاکستانۍ رسنۍ وايي بريدګر افغان و.
داسې ښکاري چې پاکستان غواړي د ترکیې او قطر هغه هڅه ناکامه کړي چې پرون ددې هېوادونو مهم چارواکو پاکستان او افغانستان ته سفر کړی و.
پدې سفر کې د ترکیې او قطر استخباراتي مشرانو هڅه وکړه چې د افغانستان او پاکستان روغه وکړي خو پاکستان بيا د حالاتو د کړکېچن کولو لپاره بهانه پيدا کولو په لټه کې نني بريد ته اجازه ورکړې، وايي سياسي شنونکي.