د پاکستان حکومت افغان ویزه غوښتونکو ته نوی شرط وضع کړی چې له مخې به یې غوښتونکي د ویزې ترلاسه کولو لپاره د تګ او راتګ اخیستل شوی ټکټ له ځان سره ولري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو لپاره د ویزې د غوښتنلیکونو ځانګړی آنلاین سیستم لري.
د دې شرط له مخې، افغانان باید د ویزې غوښتنلیک پر مهال د خپل سفر د پلان ترڅنګ د تګ او بېرته راتګ د ټکټ ثبوت هم وړاندې کړي، څو د سفر مسیر او د بېرته ستنېدو پلان یې روښانه وي.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې هم افغان ویزه غوښتونکو ته سپارښتنه کړې وه چې د غوښتنلیک ټول معلومات، په ځانګړي ډول د استوګنې او سفر اړوند جزئیات، په سمه توګه بشپړ کړي؛ ځکه نیمګړي غوښتنلیکونه د بیاکتنې لپاره بېرته استول کېږي.
د پاکستان سفارت په کابل کې لا هم افغانانو ته د ویزې خدمتونه وړاندې کوي او غوښتونکي کولای شي د پاکستان د ویزې له رسمي آنلاین سیستم څخه خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي. د سفارت په لارښوونو کې هم ټینګار شوی چې د معتبرې ویزې له ترلاسه کولو مخکې باید د سفر پلان نه شي عملي.