روسیې افغانستان ته د جنګي الوتکو د ورکولو لپاره دوه مهم شرطونه اېښي

روسیې افغانستان ته د جنګي الوتکو د ورکولو لپاره دوه مهم شرطونه مطرح کړي دي. د دې وړاندیز له مخې، مسکو غواړي افغانستان له امریکا سره د راتلونکي پوځي حضور په اړه مشخص قانوني ضمانت ورکړي.

د لومړي شرط له مخې به افغانستان په خپل قانون کې داسې ماده درجوي چې هېواد به یې هېڅکله بیا امریکا ته پوځي اډې نه ورکوي او د امریکا د پوځي حضور اجازه به نه ورکوي.

دوهم شرط دا دی چې افغانستان به د روسیې له اجازې پرته له داسې بهرنیو پوځي ائتلافونو سره ستراتیژیک پوځي تړون نه لاسلیکوي چې د روسیې امنیتي ګټې له ګواښ سره مخ کړي.

روسیې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان او د دغه هېواد په ګاونډ کې د امریکا او ناټو د پوځي حضور مخالفت په څرګنده توګه کړی او دا ډول حضور یې د سیمې لپاره د امنیتي ګواښ په توګه بللی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *