د قطر څخه ښه خبر

قطر يو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان سره د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لري، د افغانستان د ستونزو په هواري کې یې تل خپله هڅه کړې ده او د افغان ولس سره په هره سخته کې ولاړ ده.

په دې وروستیو کې ددې هېواد له لوري افغان کاریګرو ته زیات شمېر کاري ویزې اعلان کړې چې په افغانستان کې ګڼ شمېر کسانو ورته ثبت نام وکړ خو پروسه یې شفافه نه وه او پايلې یې هم همداسې ګونګې وې.

تازه ددې هېواد د مهاجرت ادارې افغانانو ته اجازه ورکړې ده چې که چېرې په قطر کې د شرکتونو څخه د دندې قرارداد ترلاسه کړي نو دوی به وکولای شي چې د قطر کاري ویزې ته اپلای وکړي.

تر دې وړاندې افغانانو ته دا ډول ويزې په خپلواک ډول نه ورکول کېدې اوس به ډېری افغانان په خپلواک ډول هم دا ډول ويزو ته مراجعه وکړي شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *