روسیې ویلي چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه به د تاجکستان د امنیت د پیاوړتیا لپاره خپل پوځي ملاتړ زیات کړي. د دې پروګرام په ترڅ کې تاجکستان ته د وسلو او پوځي تجهیزاتو د لېږلو پلان هم شته.
خو ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي چې ګواکې روسیه افغانستان ته خپل پوځیان لېږي. دا برداشت ناسم دی؛ د موجودو معلوماتو له مخې، د روسیې اقدامات د تاجکستان په خاوره کې د افغان پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره دي.
روسیه لا له وړاندې په تاجکستان کې خپله ۲۰۱مه پوځي اډه لري او د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په برخه کې له دوشنبې سره همکاري کوي.
نو د وروستیو څرګندونو مطلب افغانستان ته د روسي پوځیانو لېږل نه دي؛ بلکې روسیه غواړي د تاجکستان د افغان پولې امنیتي وړتیاوې د پوځي تجهیزاتو او موجودو همکاریو له لارې پیاوړې کړي.