کال وشو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه تړلې ده، د پولې په دواړو خواوو کې ددې دروازې د تړلو اثرات ښکاره کېږي په ځانګړي ډول په پېښور او کابل کې.
وخت نا وخت داسې خبرونه خپاره شوي دي چې ګواکي پاکستان غواړي دا لاره نوره پرانیزي، داسې خبرونه هم خپرېږي چې افغانستان اوس ددې لارې پرانيستلو ته ډېر ليوال نه دی.
دا هغه خبرونه دي چې ددواړو هېوادونو د حکومتونو طرفداره کسان او رسنۍ یې خپروي. خو حقيقت ددې دواړو خلاف بل ډول دی.
افغان حکومت وايي چې غواړي مسايل د خبرو له لارې حل شي. خو پاکستان خبرې صرف په امنیتي مسايلو باندې غواړي او ان نه غواړي په هېڅ ډول په سوداګریزو چارو حتی خبرې وکړي.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پخپلو وروستيو څرګندونو کې وویل چې د افغانستان سره ټولې لارې به تر هغه تړلې وي چې ترڅو ددوی په وینا افغانستان د پاکستاني طا.. لبانو په وړاندې عملي اقدامات نه وي پيل کړي.