پوتين د افغانستان په هکله څه وویل

تېره اونۍ د روسیې ولسمشر په یوه نړیواله امنیتي غونډه خبرې کولې د سيمې د بېلابېلو هېوادونو څخه پکې د ګڼو سياسي مشرانو ترځنګ پوځي مشران او چارواکي هم ليدل کېدل.

د غوندې په یوه برخه کې د روسیې ولسمشر د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر ښه ياد کړ او ویې ویل چې افغانستان اوس په سيمه کې يو با امنه هېواد دی.

پوتين وړاندې وویل افغانستان چې څومره غښتلي کېږي په همغه کچه د سیمې د ستونزو په راکمولو کې هم زياته مرسته کوي له همدې کبله د افغانستان وده د ټولو په ګټه ده.

کله چې پوتین د افغانستان په هکله دا مثبتې خبرې کولې د پاکستان پوځي هیئت نرم له غوندې څخه ووت. پاکستانی هيئت هڅه کوله چې افغانستان سیمې ته د یوه خطر په شکل بيان کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *