د پاکستان حکومت پرېکړه کړې ده چې د افغانانو د اخراج لړۍ به جاري ساتي خو يوه ډله افغانان به له دې څخه معاف کېږي دې ډلې خلکو ته به په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي.
د پاکستان حکومت د بهرنیو چارو وزارت وياند ويلي دي چې هغه افغانان چې په پخواني جمهوریت کې يې کار کړی و، خبريالان، د بشري حقونو فعالان او ځينې نور کسان شامل دي چې افغانستان کې یې ژوند ته خطر پېښ دی.
ددې کسانو شمېر ۱۱۶ زره کسان ښودل شوی دی، په دې هکله نور جزيات نه دي خپاره شوي خو ځايي خبريالان وايي د پاکستان پوليس اوس هم افغان کډوال پرته له کوم تکفيف څخه شړي.
پاکستان په وروستیو دریو کلونو کې د افغان کډوالو اخراج چټک کړي دی او پرته له ويزې ډېری هېڅ ډول افغان ته د پاتې کېدو اجازه نه ورکوي.