يوه بل هېواد هم افغانانو ته انلاين ويزې اعلان کړې

ویتنام اعلان کړی چې افغان پاسپورټ لرونکي کولی شي د دغه هېواد ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وړاندې کړي. د ویتنام رسمي برېښنايي ویزې سیستم د بهرنیو اتباعو لپاره آنلاین غوښتنلیکونه مني.

د دې اسانتیا له مخې افغانان کولی شي اړین معلومات او اسناد آنلاین ثبت کړي او د ویزې پروسه له سفر مخکې بشپړه کړي.

د ویتنام برېښنايي ویزه تر ۹۰ ورځو پورې اعتبار لرلی شي او د یو ځل یا څو ځله داخلېدو لپاره صادرېږي. د یو ځل داخلېدو فیس ۲۵ ډالره او د څو ځله داخلېدو فیس ۵۰ ډالره ټاکل شوی دی.

دا اقدام کولی شي د افغان مسافرو لپاره ویتنام ته د سفر د ویزې پروسه اسانه او چټکه کړي، ځکه د غوښتنلیک لومړنۍ پروسه له هېواده بهر د سفارت له حضوري مراجعه پرته ترسره کېدای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *