روسیې افغانانو ته د ویزو په هکله ډېره مهمه پرېکړه اعلان کړه

د روسیې حکومت د دغه هېواد د ځینو سیاسي مشرانو هغه وړاندیز نه دی منلی چې له مخې یې افغانانو ته د کاري ویزو د صادرولو زمینه برابره شي. د راپورونو له مخې، د دې وړاندیز هدف روسیې ته د افغان کارګرانو د ورتګ لپاره د قانوني لارو رامنځته کول وو.

د روسیې د ملي امنیت اړوندې ادارې بیا اندېښنه ښودلې چې افغانانو ته په پراخه کچه د کاري ویزو ورکول ښايي د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت اغېز وکړي. د دوی په باور، د بهرنیو کارګرو د پراخ راتګ په صورت کې باید امنیتي خطرونه په پام کې ونیول شي.

د روسیې چارواکي ټینګار کوي چې د کارګرو د جذب هر ډول طرحه باید د امنیتي ارزونو، قانوني شرایطو او د هېواد د کار بازار له اړتیاوو سره سم ترسره شي. له همدې امله، د افغانانو لپاره د کاري ویزو د پراخولو وړاندیز له احتیاط سره مخ شوی دی.

افغانان له اوږدې مودې راهیسې د کار او اقتصادي فرصتونو لپاره د بهرنیو هېوادونو په لټه کې دي. که څه هم د روسیې له لوري د کاري ویزو د پراخولو وړاندیز نه دی منل شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د کار، سوداګرۍ او بشري اړیکو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *