د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته متحده عربي اماراتو افغانانو ته د ویزو صادرول بند کړل د پینځو کلونو څخه د زیاتې مودې په تېرېدو سره بيا هم د اماراتو له لوري افغانانو ته د ویزو په صادرولو کې ستونزې موجودې وې.
د اماراتو د رسمي سرچینو په وینا ترڅو چې په افغانستان کې حالت عادي شوی نه وي نو د ويزو بشپړ نورمال صادرول به ګران کار وي. خو تازه په دې هکله د اماراتو حکومت یوه ښه اسانتیا رامنځته کړې ده.
د اماراتو د حکومت د پرېکړې له مخې له دې وروسته به دا هېواد افغانانو ته د سوداګريزو ويزو د صادرولو په برخه کې اسانتيا رامنځته کړي.
هغه افغانان چې منظم سوداګريز اسناد او فعاله سوداګري ولري کولای شي چې د اماراتو د سوداګرۍ ویزو ته مراجعه وکړي.