د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند اعلان شو

خبرتیا: د تورخم په دروازه کې د مړي د راايستلو لپاره لنډمهاله اوربند اعلان شو

ځايي سرچينې وايي چې پاکستان او افغانستان د تورخم سرحدي تېرېدونکي لارې کې لنډمهاله اوربند منلی، څو د پولې په زيرو پواینټ کې پروت مړی راوايستل شي.

د ځايي چارواکو په وينا، تر اوسه د مړي پېژندګلوي نه ده شوې او دا هم روښانه نه ده چې نوموړی افغان دی که پاکستانی.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان له لوري يو قبایلي جرګه تورخم ته ولاړه شي، او د افغانستان له لوري به هم يوه جرګه سيمې ته ورسېږي، څو د مړي د پېژندنې په بهير کې مرسته وکړي.

له پېژندنې وروسته به مړی اړوند لوري ته وسپارل شي.

سرچينې زياتوي چې اوربند به تر ماښام ۵:۳۰ بجو پورې دوام وکړي، څو دواړه لوري د مړي د راايستلو او پېژندنې چارې بشپړې کړي.

Leave a Comment

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Scroll to Top