د افغان سفارت په وړاندې د پاکستان ناوړه اقدام

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت د ټولنیزې شبکې «ایکس» حساب تړل شوی دی. دا اقدام وروسته له هغې شوی چې د سفارت له رسمي حساب څخه د افغانستان د سفیر سردار احمد شکېب هغه وینا خپره شوه چې نوموړي په اسلام‌اباد کې د پاکستان په ملي دفاع پوهنتون کې محصلینو ته کړې وه.

په یاده وینا کې د افغانستان سفیر د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، د سیمې پر امنیت او د افغانستان د خاورې د نه کارولو په اړه خبرې کړې وې. د وینا یوه برخه په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخه خپره شوې ده.

د راپورونو له مخې، د وینا له خپرېدو شاوخوا یوه ورځ وروسته د پاکستان په خاوره کې د افغانستان د سفارت د «ایکس» رسمي حساب نور د لاسرسي وړ نه دی. تر اوسه د پاکستان حکومت د دغه حساب د تړل کېدو رسمي دلیل نه دی روښانه کړی.

د حساب تړل کېدل په داسې وخت کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له ګڼو سیاسي او امنیتي اختلافاتو سره مخ دي. دواړو هېوادونو په وروستیو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د لوړولو هڅې هم کړې وې، خو د امنیت، سوداګرۍ او سرحدي مسایلو اختلافات لا هم د دواړو لورو ترمنځ د بحث مهم موضوعات دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *