ترکي رسنیو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استنبول د مذاکراتو په هکله مهم معلومات خپاره کړي دي تېر کال کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونښته نو څه موده وروسته دا مذاکرات د ترکیې په منځګړيتوب ترسره شول.
ددې مذاکراتو په دوران کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند حاکم و خو د پای ته رسېدو سره سم بيا ځلې نښتی پيل شوې. ددې مذاکراتو نتیجه هم د نورو مذاکراتو په شان د ناکامۍ سره مخ شوه.
پاکستان په افغان لوري تور پورې کړ چې ددوی د امنیتي غوښتنو په وړاندې ضمانت ورکولو ته نه دي تیار، افغان لوري بيا پاکستان په بې منطقه غوښتنو تورن کړ او ویې ویل چې د پاکستان د امنيت په هکله د افغانستان ضمانت ورکول هېڅ منطق نلري.
اوس تازه ترکي رسنیو ددې هېواد د ولسمشر له قوله ويلي دي چې په مذاکراتو کې پاکستان د کبر ډکه رويه درلوده او د افغانستان څخه یې داسې غوښتنه کوله چې په پاکستان کې هره امنیتي پېښه وشي دا به د افغانستان مسؤلیت وي او دوی به یې مسؤل افغانستان ګڼي وايي دې غوښتنې افغان لوری سخت غوسه کړ او غونډه بې پایلې ختمه شوه.