د جنسي روغتیا د متخصصینو په وینا، د دې لپاره کومه ثابته شمېره نشته چې هر نارینه باید په اونۍ کې څو ځله له خپلې مېرمنې سره کوروالی وکړي. خو تر دېرش کلنۍ پورې ډېری نارینه د جنسي اړیکو ښه وړتیا او نسبتاً لوړه جنسي لېوالتیا لري.
ځینې جوړې په اونۍ کې دوه یا درې ځله جنسي اړیکه لري، ځینې بیا یوازې یو ځل او ځینې تر دې هم زیات. دا ټول هغه وخت عادي ګڼل کېدای شي چې دواړه لوري پرې خوښ او راضي وي. د کوروالې شمېر د عمر ترڅنګ د بدن روغتیا، ذهني حالت، ستړیا او جنسي غوښتنې پورې هم تړاو لري.
دا هم باید په یاد ولرئ چې ډېر کوروالی په خپله د نارینه د جنسي ځواک د کمېدو یا د جنسي غړي د کوچني کېدو لامل نه کېږي. خو که له کافي استراحت پرته پرلهپسې جنسي اړیکې وشي، لنډمهاله ستړیا او د جنسي غړي حساسیت رامنځته کېدای شي.
په پای کې، تر ټولو مهمه خبره د کوروالې شمېر نه، بلکې د دواړو مېرمن او خاوند رضایت، روغتیا او متقابل تفاهم دی. که دواړه روغ وي او جنسي اړیکه یې په خوښه ترسره کېږي، نو د اونۍ د اړیکو لپاره کوم ځانګړی حد نشته.