پاکستانۍ عيسوۍ ماډله

پاکستانۍ عیسوۍ ماډله وايي، خاوند مې د کوروالي لپاره زما غوښتنې په پرله‌پسې ډول ردوي او له ما سره هېڅ جنسي اړیکه نه نیسي. نوموړې وايي، څو ځله مې هڅه کړې چې د خپل خاوند پام ځان ته راواړوم او د ګډ ژوند لپاره یې وهڅوم، خو هغه هر ځل زما غوښتنه رد کړې ده.

نوموړې زیاتوي، خاوند ته مې څو ځله ویلي چې که کومه روغتیايي ستونزه لرې او د جنسي اړیکو لپاره لېوالتیا نه لرې، نو ډاکټر ته ولاړ شه او خپله ستونزه درملنه کړه، خو له بده مرغه هغه نه ډاکټر ته ځي او نه هم د دې ستونزې د حل لپاره کوم اقدام کوي.

د دې ماډلې په وینا، د خاوند دغه چلند یې په ګډ ژوند کې د ناهیلۍ او خپګان لامل شوی دی. نوموړې وايي، ما تل هڅه کړې چې زموږ ترمنځ د مینې او نږدېوالي اړیکه پیاوړې پاتې شي، خو کله چې یو لوری په بشپړه توګه له جنسي اړیکو ډډه کوي، نو د بل لوري لپاره دا حالت ډېر ستونزمن کېږي.

نوموړې وايي، بالاخره مې خاوند ته په ښکاره وویل چې ته نه له ما سره کوروالی کوې او نه هم په راتلونکي کې د دې کار کوم پلان لرې، نو که زموږ ګډ ژوند ته دوام نه ورکوې، طلاق راکړه. خو د هغې په خبره، خاوند یې نه له هغې سره جنسي اړیکې نیسي او نه هم طلاق ورکولو ته تیار دی، چې له همدې امله یې د ګډ ژوند په اړه له یوې سختې او پېچلې ستونزې سره مخ کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *