ترکۍ ډاکټره مريم وايي، د جنسي اړیکې پر مهال د ښځې د زیاتې جنسي خوښۍ لپاره یو مهم راز د دخول د سرعت او منظم ریتم ساتل دي. د هغې په وینا، نارینه باید د اړیکې له پیل مخکې داسې سرعت غوره کړي چې دواړه لوري ورسره راحت وي او هڅه وکړي په دوامداره توګه هماغه ریتم وساتي.
مريم زیاتوي، که نارینه په چټک ریتم اړیکه پیلوي، نو باید بېدلیله هر څو شېبې وروسته خپل سرعت بدل نه کړي، همدارنګه که ورو ریتم غوره کوي، نو ښه ده چې په هماغه منظم ډول دوام ورکړي. د هغې په باور، ناڅاپي او پرلهپسې بدلونونه د ښځې د جنسي تمرکز او خوند احساس اغېزمنولای شي.
د ډاکټرې په وینا، د ښځې د جنسي تحریک لپاره یوازې سرعت مهم نه دی، بلکې د بدن غبرګون، عاطفي نږدېوالی، مینه او د دواړو لورو ترمنځ همغږي هم ډېر اهمیت لري. نارینه باید د خپلې مېرمنې احساساتو ته پام وکړي او د هغې د خوښې او راحت مطابق خپل چلند عیار کړي.
مريم ټینګار کوي چې په جنسي اړیکه کې یو ثابت ریتم ګټور تمامېدای شي، خو دا په دې معنا نه ده چې ټولې ښځې یو ډول خوښي لري. هره ښځه خپلې ځانګړې اړتیاوې او خوښې لري؛ له همدې امله له مېرمنې سره خبرې کول، د هغې غوښتنو ته درناوی او متقابل رضایت د یوې ښې او خوندورې اړیکې تر ټولو مهم رازونه دي.