لومړی بدلون د مهبل د عضلاتو او د هغه د کشش یا ارتجاعیت په برخه کې وي. د طبیعي زېږون پر مهال د ماشوم د تېرېدو لپاره د مهبل عضلات او شاوخوا نسجونه پراخېږي. له زېږون وروسته دغه عضلات په تدریجي ډول بېرته خپل پخواني حالت ته نږدې کېږي، خو په ځینو ښځو کې یې د ټینګښت اندازه د پخوا په څېر نه پاتې کېږي.
دویم بدلون د مهبل د لندبل او حساسیت په برخه کې لیدل کېدای شي. په ځانګړي ډول د شیدو ورکولو پر مهال د هورمونونو بدلون د مهبل د وچوالي لامل کېدای شي او ځینې ښځې د جنسي اړیکې پر مهال د پخوا په پرتله توپیر احساسوي. دا بدلونونه په ډېرو مواردو کې د وخت په تېرېدو ښه کېږي.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې ښځې د زېږون وروسته د حوصلې د تل د عضلاتو تمرینونه (کېګل) ترسره کړي، مناسب وخت استراحت وکړي او که د درد، وچوالي یا د ادرار د کنټرول ستونزه ولري، له متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي. مهمه دا ده چې د ماشوم زېږون د هرې ښځې پر بدن یو شان اغېز نه کوي او دا بدلونونه حتمي د ټول عمر لپاره نه پاتې کېږي.