په انګلستان کې يوې ۲۱ کلنې نجلۍ د ۱۴ کلن هلک سره کوروالی کړی دی، ددې هلک عمر د کوروالي لپاره د مجاز عمر څخه کم دی او دا نجلۍ اوس مجرمه ګڼل شوې ده.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې دا شاګرد د سپورټ په يوه کلب کې ددې نجلۍ سره شناخته شوی دی او وروسته يې د يو بل سره د انټرنټ له لارې خپلې اړيکې جاري ساتلې دي.

په يوه مياشت کې دوی تر لس ځلو زيات کوروالی کړی دی او ددې په پايله کې دا نجلۍ حامله شوې ده. د سيمې ځايي محکمه وايي چې نجلۍ متوجه وه چې دا هلک ۱۴ کلن دی خو بيا یې هم ورسره جنسي اړیکې ټینګې کړې.

د نجلۍ وکيل وايي دا لومړی ځل دی چې دا نجلۍ داسې کار کوي، وايي دا يې لومړی جرم دی دا نجلۍ مور او پلار نلري او بلې کورنۍ په فرزندۍ نیولې وه. اوس مهال محکمې سمدلاسه توګه ددې نجلۍ د زنداني کیدو مخه نیولې او سزا يې نورو طريقو ته اړول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *