د چين په نړيواله غونډه کې د افغانستان په اړه د هند دريځ د پام وړ ګرځېدلی دی. د راپورونو له مخې، پاکستان هڅه کړې وه چې افغانستان نړۍ ته د يوه خطرناک هېواد په توګه معرفي کړي، خو د هند له لوري دغه هڅه په ښکاره ډول رد شوې ده.
د هند صدراعظم ویلي، په افغانستان کې د پام وړ امنیت رامنځته شوی او د دغه هېواد وضعیت باید یوازې د امنیتي ګواښونو له زاویې و نه کتل شي. نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې رامنځته شوی امنیت باید د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې پر لور واړول شي.
د هند له نظره، نړیواله ټولنه باید د افغانستان له خلکو سره د دې لپاره مرسته وکړي چې اوسنی امنیت په دوامدار ثبات او پرمختګ بدل شي. دا دریځ په داسې وخت کې څرګندېږي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د سیمې د هېوادونو ترمنځ بېلابېل لیدلوري موجود دي.
د هند دغه څرګندونې د افغانستان لپاره مهمې بلل کېږي، ځکه د پاکستان د دریځ پر وړاندې یې یو متفاوت تصویر وړاندې کړی دی. د غونډې له بحثونو داسې ښکاري چې د افغانستان امنیت او ثبات یوازې د دغه هېواد لپاره نه، بلکې د ټولې سیمې د سولې او پرمختګ لپاره هم مهم بلل کېږي.