د پاکستان د پوځ مشر د بلوچستان د وروستیو بدلونونو په هکله ډېرې غیرې متوقع څرګندونې وکړې، په دې وروستیو کې په بلوچستان د خپلواکۍ غوښتونکو غورځنګونو فعاليتونه زيات شوي دي او دې مسلې پاکستاني حکومت ته لوی ناکراری جوړ کړی دی.
د پاکستان د پوځ مشر تېره ورځ په يوه بيان کې وويل چې د پاکستان تجزیه د هند غوندې قدرت نشي کولای نو په بلوچستان کې به یې يو څو کسان څنګه وکړی.
هغه وویل چې د پاکستان د تجزيې او د آزاد بلوچستان د جوړولو لپاره دا شرط دی چې پاکستان کاملاً له پښو وغورځول شي او که څوک پاکستان دې حالت ته رسوي نو پاکستان به ټوله سيمه همداسې وضعیت ته ورسوي.
نوموړي زياته کړه چې که پاکستان تجزیه کېږي نو بيا د سیمې ټول هېوادونه تجزیه شي او هېڅ شی به د اوس غوندې پاتې نشي.