هسپانوۍ نرسه: هو زه د ناروغانو لاندې هرڅه پاکوم

يوې هسپانوي نرسې په خپل انځور سره داسې ليکلي چې يو ځل بيا يو چا د ملنډو ډک موسکا سره هغې ته وويل: «تاسې هغه کسان ياست چې يوازې د خلکو شاګانې پاکوئ.» هغې وويل دا خبره يې لومړی ځل نه ده اورېدلې او ښايي وروستی ځل هم نه وي. خو دا ځل يې وغوښتل چې چوپه پاتې نه شي او خپله خبره څرګنده کړي.

هغې وويل: هو، زه د ناروغانو شا پاکوم، خو زما دنده يوازې همدا نه ده. زه د زړو او کمزورو انسانانو بدنونه مينځم، د جامو په اغوستلو کې ورسره مرسته کوم، نوکان يې پرې کوم، هغوی ته خواړه ورکوم او د هغو خلکو کيسې اورم چې ډېر وخت څوک ورته د اورېدو فرصت نه لري.

هغې زياته کړه چې دا کار يوازې يو ساده کار نه دی، بلکې د انسانيت يوه مهمه برخه ده. زه داسې څه ممکن کوم چې ډېر خلک يې ليدل نه غواړي: دا چې يو انسان له بستر څخه پورته شي، ځان پاک او ارام احساس کړي، او پوه شي چې د ده تر څنګ يو څوک شته چې د انسان په توګه ورسره چلند کوي.

هغې وويل چې ځينې خلک دا کار «بد او ناوړه کار» بولي، خو زما لپاره دا انسانيت دی. د هغې په وينا، د هغو مسلکونو ستاينه اسانه ده چې پيسې، ځواک يا شهرت لري، خو اصلي ازموينه هغه وخت وي کله چې ژوند کمزوری او ستونزمن شي او يو انسان د بل انسان پاملرنې ته اړ شي.

نرسه په پای کې وايي چې ډېر هغه کسان چې ملنډې وهي، تر اوسه داسې حالت ته نه دي رسېدلي چې د بستر څخه د پورته کېدو يا تشناب ته د تلو لپاره د بل چا مرستې ته اړ شي. خو ژوند ډېر ژر بدلېدای شي. کله چې دا ورځ راشي، هغوی به درک کړي چې هغه څوک چې مرسته کوي يوازې «پاکوونکی» نه دی، بلکې هغه انسان دی چې د بل انسان عزت او کرامت ساتي. هو، زه دا کار کوم، او دا کار په درناوي، صبر او وياړ سره ترسره کوم.

Leave a Comment

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Scroll to Top